هرات په ۹ میاشتو کې له ۲۲ زره ټنه ډېرې تازه مېوې بهر ته صادرې شوې

د هرات ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۲۲ زره او ۲۴ ټنه تازه مېوې له هېواده بهر صادرې شوې دي.
د هرات ولایت د مقام د رسنیو دفتر په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو صادره شويو تازه مېوو ټولیز ارزښت ۱۶ میلیونه، ۳۳۳ زره او ۶۹۲ امریکايي ډالرو ته رسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، صادرې شوې مېوې او نور کرنیز محصولات بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوې، چې دغه صادرات د سیمې د اقتصاد د ودې او د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د هرات ځايي چارواکو د شته ظرفیتونو یادونه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرېدو سره به په راتلونکې کې د مېوو د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.
د ويلو ده، چې افغانستان د بېلابېلو موسمونو د مېوو د تولید له امله په سیمه کې ځانګړی شهرت لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h438h

 

دکمه بازگشت به بالا