هرات کې د درملو تولید چټک شوی زر قلمه داخلي درمل د وارداتو ځای نيسي

د هرات ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې اوسمهال له لسو زیاتې د درملو تولیدي فابریکې فعالې دي، چې نږدې زر قلمه بېلابېل درمل تولیدوي او د هېواد په کچه د ناروغانو د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.

د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، هرات په وروستیو کلونو کې د درملو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د دغو فابریکو تولیدات نه یوازې په لویدیځ زون کې بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم کارول کېږي.

سرچینه زیاتوي، په هرات کې د درملو معیاري تولید د دې لامل شوی چې بازار په تدریجي ډول له بهرنیو درملو کم وابسته شي. د مطبوعاتي دفتر په وینا، د هرات په تولیدي فابریکو کې جوړېدونکي درمل د کیفیت له پلوه د وارداتي درملو بدیل بلل کېږي او د داخلي تولید پراخېدل د درملو په بیو او د بازار په ثبات مثبت اغېز لري.

د ولایت مقام ټینګار کوي، د درملو کورني تولید یوازې اقتصادي ګټه نه لري، بلکې د عامې روغتیا په برخه کې هم د باور د لوړوالي سبب ګرځي، ځکه د تولید بهیر، کیفیت، اسانتیاوې او معیاري ازموینې په کور دننه څارل کېږي.

مسوولین وایي، هڅې روانې دي چې د درملو د تولید نورې فابریکې هم بسپنه، قانوني اسانتیاوې او اړتیا وړ ملاتړ ترلاسه کړي، څو د داخلي تولید د پراختیا له لارې د هېواد د روغتیا سکتور لا قوي شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f832h
دکمه بازگشت به بالا