هرات کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د کانالونو جوړولو چارې پیل شوې

د هرات ښاروالي وايي چې د ښار په ۱۵ ناحیو کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د معیاري کانالونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې دي او زیاتوي چې دا پروژه د کانالیزاسیون سیسټم د ښهوالي، د سطحي اوبو بهېدو د مخنیوي او ښاري زیربناوو خوندیتوب په موخه پلې کېږي.
د هرات ښاروالۍ ویاند محمدناصر ارمل رسنيو ته وویل چې د کانالونو جوړولو دغه پروژه د هرات ښار د ۱۵ ناحیو په بېلابېلو ساحو کې نن (دوشنبه) رسماً پیل شوه.
هغه زیاته کړه چې دغه پروژه د کانالیزاسیون سیسټم د ښهوالي، د سطحي اوبو بهېدو د مخنیوي، د بارانونو له امله د رامنځتهکېدونکو ستونزو کمولو او د ښاریانو لپاره په تګ راتګ کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه پلې کېږي.
آرمل دغهراز وویل چې یاده پروژه د «هرات ټاور» په نوم ساختماني او سړکجوړونې شرکت له لوري پلې کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د هرات ښاروالي هڅه کوي څو د دې ډول پروژو په پلي کولو سره د ښاري پراختیا بهیر پیاوړی او د ښار د اوسېدونکو لپاره غوره ښاري خدمتونه برابر کړي.

