هرات کې څه باندې ۴۳۷ میلیونه زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

افغانستان بانک وایي هرات ولایت کې ۴۳۷ میلیونه او ۷۴۶ زره زاړه بانکنوټونه له منځه یوړل شول. دا چاره د بانک له نافذو کړنلارو سره سم ترسره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاد بانکنوټونه د هېواد لوېدیځ زون څخه راټول شوي وو او له کره شمېرنې وروسته د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې وسوځول شول.
چارواکي وایي په دغو مندرسو بانکنوټونو کې د ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو نوټونه شامل وو. د له منځه وړلو بهیر د بانک د دویم مرستیال، ملا محمد اخند، په مشرۍ ترسره شو.
افغانستان بانک ټینګار کوي چې د زړو بانکنوټونو راټولول او له منځه وړل د مالي نظام د تنظیم، د افغانۍ اعتبار ساتنې او د نغدو پیسو کیفیت ښه کولو مهمه برخه ده. د چارواکو په وینا، دا پروسه خلکو ته زمینه برابروي څو ورځنیو راکړو ورکړو کې له سالمو او نویو بانکنوټونو استفاده وکړي.
مسوولین زیاتوي چې بانک په دوامداره توګه مندرس بانکنوټونه راټولوي او پر ځای یې بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کوي، څو مالي راکړه ورکړه اسانه او باوري پاتې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q137q
دکمه بازگشت به بالا