هرات: ۲۹۵ روږدي د پاک ژوند لپاره ځانګړي صحي کمپ ته راوړل شول

د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې په هرات کې یو وار بیا ۲۹۵ روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې راټولشوي روږدي کسان ۴ زره بستریز صحي کمپ ته ورپېژندل شوي دي.
په یاد ولایت کې تر دې مخکې هم په نشهيي توکو سلګونه روږدي راټول او لسګونه تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته روغ سپارل شوي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4541a