هغه افغان کډوال چې په واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو د ډزو په تور نیول شوی و، د لویې څارنوالۍ له لوري په قتل محکوم شوی. رحمن‌الله لکڼوال، ۲۹ کلن ځوان، د ملي ګارد یوې سرتېرې سارا بېکسټروم د وژنې په تور محاکمه شوی او محکمې د قتل په جرم مجرم اعلان کړی. سرچینې وایي، چې نوموړی له روغتون څخه په انلاین ډول محکمې ته حاضر شوی؛ خو د ده وینا دا ده چې تورونه نه مني او ځان بې‌ګناه بولي. د محکمې نور جزئیات لا نه دي شریک شوي او د قضیې وروستۍ پرېکړه به د راتلونکو قضایي مرحلو تر بشپړېدو وروسته اعلانېږي. قضیه د افغان کډوالو پر راتلونکي اغېزې، د پناه غوښتنې پروسو او امنیتي ارزونو په اړه هم بحثونه راپورته کړي، خو امریکايي چارواکو تر اوسه د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

هغه افغان کډوال چې په واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو د ډزو په تور نیول شوی و، د لویې څارنوالۍ له لوري په قتل محکوم شوی. رحمن‌الله لکڼوال، ۲۹ کلن ځوان، د ملي ګارد یوې سرتېرې سارا بېکسټروم د وژنې په تور محاکمه شوی او محکمې د قتل په جرم مجرم اعلان کړی.

سرچینې وایي، چې نوموړی له روغتون څخه په انلاین ډول محکمې ته حاضر شوی؛ خو د ده وینا دا ده چې تورونه نه مني او ځان بې‌ګناه بولي. د محکمې نور جزئیات لا نه دي شریک شوي او د قضیې وروستۍ پرېکړه به د راتلونکو قضایي مرحلو تر بشپړېدو وروسته اعلانېږي.

قضیه د افغان کډوالو پر راتلونکي اغېزې، د پناه غوښتنې پروسو او امنیتي ارزونو په اړه هم بحثونه راپورته کړي، خو امریکايي چارواکو تر اوسه د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f940h
دکمه بازگشت به بالا