هلمند د شاتو مچیو تولید ۳۵ ټنه ته رسېدلی، ۴۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې

په هلمند ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه پراخ شوي او د دې کاروبار چټکه وده روانه ده. په دغه ولایت کې د شاتو مچیو له ۱۶۰ څخه زیات فارمونه فعالیت کوي چې سږکال نږدې ۳۵ ټنه شات تولید شوی دی. د مچیو پالونکي له دې کاروباره خوشاله دي او له اسلامي امارت غواړي چې په ګل لرونکو بوټو کې ورسره ځانګړې همکاري وکړي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست تازه معلومات ښيي چې په مرکز لښکرګاه، نادعلي، موسی کلا او نوزاد ولسوالیو کې د شاتو مچیو فارمونه په پراخ ډول فعالیت کوي. چارواکي د مناسب اقلیم، پراخو ځمکو او د شاتو د ښه بازار شتون د دې ودې اصلي عوامل بولي.
د هلمند د مچیو پالونکو ټولنې رییس امیر خان ناصري وايي: «موږ په کال کې نږدې ۳۵ ټنه شات تولیدوو او شاوخوا ۴۰۰ کسان په دې فارمونو کې کار کوي.» هغه زیاتوي چې د مچیو پالونکي له دې کاروباره خوښ دي، خو غواړي چې اسلامي امارت په کرنیزه برخه کې ورسره مرسته وکړي، په ځانګړې توګه د ګلونو په کرلو کې.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې د شاتو مچیو فارمونه نه یوازې د سیمه ییز اقتصاد د ودې سبب ګرځي، بلکې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابروي او په ولایت کې د کرنیزې ودې په برخه کې مهم رول لري.
دا پراخ فعالیتونه د هلمند د اقتصادي پرمختګ او د ځوانانو د شغلي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره مهمه ونډه لري.

