هلمند: د موسیکلا په ولسوالۍ کې د غلو پنځه کسیزه ډله نیول شوې

د هلمند ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې د غلو پنځه کسییزه ډله نیول شوې ده.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې له یادو کسانو څخه ۸ موټرسایکلونه، یو پاسو موټر، ۱۲ د موټرسایکل کلیانو او ۲۵ زره جعلي افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.
وايي، نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5195a