هلمند: د یو نیم ټنه مېسو پاکستان ته د قاچاق هڅه شنډه شوه، دوه کسان نیول شوي

د هلمند مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې د شاوخوا یو نیم ټن مېسو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا مېس په دوو سېپا موټرو کې بار وو او پاکستان ته یې د قاچاق کېدو هڅه کېدله.
سرچینې لیکلي چې په دې تړاو دوه نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6313a

