هلمند کې درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هلمند ولایت، لښکرګاه کې درې ورځنی ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو، چې نوم یې «زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ» دی.
یاد نندارتون د «الماس جمنازیوم» په تالار کې د حقمل نندارتون دایرولو او سیکارام احمدي بازار مونندنې شرکتونو په همکارۍ جوړ شوی دی. د هلمند مرستیال والي، محمد نبي حماس د وزارت په همکارۍ نندارتون پرانیست او ټینګار یې وکړ چې موخه یې د هېواد د صنعت ظرفیتونو ښودل، د سوداګرو ترمنځ همکاري پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو پراختیا او د سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول دي.
په نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي موادو، درملو او ساختماني موادو په برخه کې نږدې پنځوس ډوله غرفې فعاله دي. د هېواد بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، مزارشریف، هرات، کندهار او پکتیکا صنعتکاران په دې نندارتون کې برخه اخیستې ده.
د وزارت چارواکو په خبره، تمه کېږي چې یاد نندارتون به د اقتصادي ودې، د پانګوونې فرصتونو پراختیا او د سوداګرو ترمنځ همکارۍ پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. هغوی ټینګار کوي چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د کورنیو تولیداتو د ودې زمینه برابروي، بلکې د هېواد د سوداګرۍ او صنعت په پرمختګ کې ستراتېژیک اهمیت لري.

