هلمند کې ۳۰۰ يتيمانو او معلولينو کورنيو ته د ژمني البسې مرستې وېشل شوې

د هلمند د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د همدرد خيريه مؤسسې په همکارۍ له ۳۰۰ يتيمانو او معلولينو کورنيو سره د ژمني البسې له مرستو کولو خبر ورکړی دی.
په همدې مهال، هغو کسانو چې مرستې يې ترلاسه کړې خوښي ښودلې او د لا زياتو مرستو د ترلاسه کولو يې هيله ښودلې ده.
دا په داسې مهال ده، چې د ژمي په رارسېدو سره د اسلامي امارت اړوند ارګانونه هڅه کوي، څو د کورنيو او بهرنيو مرستندويه بنسټونو په ملاتړ په هېواد کې له بې‌وزلو کورنيو سره مرستې وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W200W
دکمه بازگشت به بالا