هند العویس اپسټین ته لیکلي زما خور تر ما ښکلې ده غواړم تا سره ووینم

د یوې پېژندل شوې اماراتي مېرمنې، هند العویس، او د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیو کې د تورن امریکايي پانګه‌وال جېفري اپسټین ترمنځ د پخوانیو اړیکو افشا کېدو په عربي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
که څه هم العویس په هېڅ جرم نه ده تورنه شوې، خو خپرو شویو برېښنالیکونو کې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ له اپسټین سره د هغې اړیکې ښودل شوي، چې پکې د لیدنو او ناستو یادونه شوې ده. په ځینو پیغامونو کې داسې اشارې هم شته چې ګوندې اپسټین د هغې د مسلکي راتلونکي په برخه کې د مرستې وړاندیز کړی و.
راپورونه ښيي، د العویس نوم د اپسټین په اسنادو کې څو ځله راغلی، خو تر اوسه هېڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی چې هغه دې د اپسټین په جرمونو کې ښکېله وي.
هند العویس د متحده عربي اماراتو یوه پېژندل شوې ډېپلوماته ده چې د بشري حقونو او د ښځو د پیاوړتیا په برخو کې یې دندې ترسره کړې دي. د دغو افشا شویو معلوماتو له خپرېدو وروسته، نوموړې خپله ټولنیزه پاڼه محدوده کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q320q
دکمه بازگشت به بالا