هند او افغانستان د اسلام‌اباد د جومات برید تورونه رد کړل

د پاکستان پلازمېنې، اسلام‌اباد په یو جومات کې پرونۍ خونړۍ چاودنې ته د غبرګونونو په دوام، د هند بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هند حکومت په دې چاودنه کې د «نوي ډیلي» د لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې بې‌بنسټه بولي او په کلکه یې ردوي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستاني چارواکي د خپلو کورنیو او ټولنیزو ستونزو د حل پرځای عامه افکار مغشوشوي او د خپل هېواد د امنیت په برخه کې ځانونه له مسوولیت څخه وباسي.
تر دې چاودنې وروسته پاکستاني چارواکو هند او افغانستان په یاد برید کې په لاس لرلو تورن کړي وو چې دواړو هېوادونو د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي.
بلخوا د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت هم د اسلام‌اباد په یو جومات کې پرونۍ چاودنه غندلې وه او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده. په ورته مهال د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت بیا د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې بې‌بسټه بللې وې چې د دغه برید پړه یې پر افغانستان ور اچولې وه.
د یادولو ده چې دغه برید پرون له غرمې وروسته د جمعې لمانځه پرمهال وشو چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1037w
دکمه بازگشت به بالا