هند او جنوبي افریقا د ښځينه کرکټ نړيوال جام پايلوبه نن ممبۍ کې ترسره کېږي

د هند او جنوبي افریقا تر منځ د يو ورځنيو ښځينه کرېکټ نړيوال جام پايلوبه د هند په ممبۍ کې نن (يکشنبې ۲ نومبر) ترسره کېږي.

دغو دواړو هېوادونو تراوسه د ښځينه وو نړيوال جام نه دی. که څه هم هند دوه ځله په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کال کې د نړيوال جام پايلوبې ته وتلی خو د اتلولۍ په ګټلو نه دی بریالی شوی.

بل پلو د جنوبي افریقا لپاره دا لومړی ځل دی چې د نړيوال جام په پايلوبه کې بخت ازمويي.

دا بریا به د هرې لوبډلې لپاره چې پايلوبه کې بريالۍ شي ستره لاسته راوړنه وي او د ښځينه وو د کرېکټ په غوړاوې کې به هم مهم رول ولري.

ګټونکې لوبډلې ته د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا شاوخوا ۴.۳ ميليونه ډالر ورکول کېږي چې دا به د لږ مالي سرچينو لرونکې جنوبي افریقا لوبډلې سره ډېره مرسته وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6903a
دکمه بازگشت به بالا