هند او چین د اړیکو ښه کېدو په ترڅ کې مخامخ الوتنې بیا پیل شوې

په داسې حال کې چې د هند او چین تر منځ خپلمنځي اړیکي په ښه کېدو ښکاري، د دې دواړو هېوادونو تر منځ مخامخ الوتنې بېرته پیل شوې دي.
د هند د ”انډيګو” شرکت الوتکه 6E 1703 د دوشنبې پر ورځ د هند له کولکتې ښاره د چین سويلي ښار ګوانګجو ته ورسېده، چې شاوخوا ۱۸۰ مسافر یې لېږدول.
د دواړو هېوادونو تر منځ الوتنې د کوویډ وبا په پیل کې، یعنی د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې درول شوې وې او وروسته له هغې چې د دواړو لورو تر منځ په همالیا کې د شخړې له امله تاوتریخوالی زیات شو، بېرته پیل نه شوې.
خو دواړه هېوادونه سوکه سوکه خپل اړیکي بېرته رغوي، او تېر کال یې د پولهساتنې په برخه کې یو مهم تړون لاسلیک کړ.
د هند حکومت د الوتنو د بیاپیلېدو اعلان پر مهال ویلي چې دا به د خلکو تر منځ اړیکې اسانه کړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو بهیر به ګړندی کړي.
دا پرمختګ له هغې لړۍ یو دی چې ښيي د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې په تدریج سره بېرته عادي کېږي.
په اګست میاشت کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له اوو کلونو وروسته لومړی ځل چین ته سفر وکړ، او د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې یې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ولیدل.
له دې مخکې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هند ته تللی و او هلته یې له هندي چارواکو سره د تاوتریخوالي کمولو د پولې معلومولو او د پولو چارو» په اړه خبرې کړې وې.
دغه راز په جولای میاشت کې هند د چینایي سېلانیانو لپاره د ویزې ورکول بېرته پیل کړل.

