هند : دارجیلینګ کې سېلابونه او ځمکې ښویېدنې، ۱۸ مړه شوي

د سختو بارانونو له امله د هند ختیځې برخې د دارجیلینګ په غرنیو سیمو کې سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې رامنځته شوي چې تر اوسه یې لږ تر لږه ۱۸ مړه کړي.

دغه پېښې ګڼ کورونه، سړکونه او پُلونه ویجاړ کړي دي.

د هند ګاونډي هېواد نیپال کې د قربانیانو شمېر ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د هند د لوېدیځ بنګال ایالت چارواکو ویلي، د دې پېښې له امله څو تنه لا هم نادرکه دي او د مرستو او رغونې عملیات دوشنبه، پیل شوي دي.

د تلفاتو شمېر د زیاتېدو احتمال شته، ځکه له لرې پرتو سیمو راپورونه تر اوسه بشپړ نه دي.

د دارجیلینګ، کالیمپونګ، جالپایګوري او آلیپوردوار سیمې چې د چای کروندو له امله مشهورې دي، تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي.

د سیمې د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د تېرې اونۍ د سختو بارانونو وروسته، لا نور بارانونه هم په مخ کې دي.

ځايي چارواکو ویلي چې د خټو او نړېدلو موادو زیات حجم د مرستندویو ټیمونو ته دا کار نږدې ناممکن کړی چې لرې پرتو سیمو ته ورسېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6315a
دکمه بازگشت به بالا