هند د امیرخان متقي د بلنې هڅې کوي: د اړیکو او سوداګرۍ پیاوړتیا د اجنډا په سر کې

د ملګرو ملتونو له بنديزونو سره سره، هند هڅه کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي دې هېواد ته دعوت کړي.
د «ټایمز اف انډيا» ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې بلنې د اسانتیا لپاره د هند او اسلامي امارت ترمنځ اړيکې روانې دي.
يادې ورځپاڼې په همدې تړاو په قطر کې د افغانستان سفير محمد سهیل شاهین په حواله ويلي، دواړه لوري باید خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي او د لوړې کچې مذاکرات ترسره کړي.
ښاغلي شاهين زياته کړې: “د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ناسته کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، د همکاریو لپاره زمینه برابره کړي. ”

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5356a
دکمه بازگشت به بالا