هند د مسافرو بس او باروړونکي موټر ټکر کې ۹ تنه مړه او ۲۱ ټپیان شول

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په جنوبي «گورلاتو» سیمه کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې چې دا ترافیکي پېښه له مسافر‌وړونکي موټر سره د یو بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې بس موټر اور اخیستی او پکې سپاره کسان دننه ایسار شوي دي.

بلخوا پولیسو رسنیو ته ویلي چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي او ښايي د قربانیانو شمېر ډېر شي.

هندي چارواکو دا په جنوبي هند کې خونړۍ ترافیکي پېښه او مرګونې اورلګېدنه بللې او په دې اړه یې د څېړنو د پیلېدو غوښتنه کړې ده.

هند کې تر دې مخکې هم د دا ډول ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی و.

د یادولو چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترافیکي پېښې په اسیاسي هېوادونو کې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خرابې لارې، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2402e
دکمه بازگشت به بالا