هند له افغانستان سره یې د میکروبي ناروغیو د درملو او تشخیص کېټونو مرسته وکړه

هند له افغانستان سره د بشري مرستې په دوام د څه باندې ۱۶ ټنو میکروب لېږدوونکو ناروغیو د درملو او تشخیص کېټونو مرسته وکړه چې عامې روغتیا وزارت ته یې وسپارله.
دغه مرستې د افغانستان د ملاریا او نورو ورته ناروغیو د مخنیوي پروګرام ملاتړ لپاره دي او د ملاریا، ډینګي او لیشمانیا په څېر ناروغیو پر وړاندې د مبارزې وړتیا پیاوړې کوي.
عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه مرسته به د عامې روغتیا په بنسټونو کې د پرمختګ او د ناروغیو په کنټرول کې مهم رول ولوبوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6899a

