هند له اوو کلونو وروسته بیا د ایران تېل وپېرل

د هند د نفتو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد چاڼخونو له اوو کلونو وروسته یو ځل بیا د ایران تېل پېرلي دي.
د راپورونو له مخې، هند له ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا فشارونو له امله د ایران د تېلو واردات درولي وو، خو په منځني ختیځ کې وروستیو کړکېچونو او د عرضې ستونزو دا بهیر بېرته پیل کړی دی.
د هند چارواکو ویلي، د خامو تېلو اړتیاوې یې پوره شوې او د ایران له تېلو وارداتو سره د پیسو ورکړې کومه ستونزه نشته.
هند همداراز د ایران مایع ګاز هم پېرلی او ټینګار یې کړی چې د راتلونکو میاشتو لپاره یې د انرژۍ اړتیاوې خوندي شوې دي.

