هند نړۍ دې له افغانستان سره د فشار پر ځای «عملي تعامل» غوره کړي

نوي ډيلي د افغانستان په اړه د نړۍ د چلند د بيا کتنې غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې نړيواله ټولنه بايد له کابل سره د فشار پر ځای د «په واقعيت ولاړ او عملي تعامل» لاره خپله کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امنيت شورا استازي پاروتانني هرېش ټينګار کړی چې د مثبتو ګامونو او هڅو تشويق کول کولای شي د بدلون لامل شي، خو د نوموړي په وينا: “تنبيهي لارې د سياسي بن‌بست سبب ګرځي او د جوړښتي حل پر وړاندې خنډ کېږي.”

دغه هندي ډيپلومات زياته کړې چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړیکو لوړول د هند د «مسوولانه تعامل» د تګلارو يوه برخه ده، چې موخه يې په افغانستان کې د پرمختيايي اړتیاوو ملاتړ کول دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو څو مياشتو کې د هند او افغانستان سياسي او سوداګریز اړيکې له څلورو کلونو راهیسې په نه‌لیدلې کچه پراخه شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h144f
دکمه بازگشت به بالا