هند پاکستان ته په شل اوریز نړیوال جام کې ماتې ورکړه

د ۲۰۲۶م کال د شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې، د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې هند پاکستان ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د نړیوال جام په بل پړاو (د اتو غوره لوبډلو پړاو) کې یې ځای وګاټه.
هند په ټاکلو شلو اورونو کې د اووه لوبغاړو په اوټېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې، چې د لوبې د بریا لپاره کافي ګڼل شوې. پاکستان هڅه وکړه چې لوبه بیرته خپلو ګټو ته ورګرځوي، خو د ټولې لوبډلې په اوټېدو یوازې ۱۱۴ منډې جوړې کړې، چې د هند د بریا سبب شوه.
په دې بریا سره هند د نړیوال جام په اتو غوره لوبډلو کې شامل شو او راتلونکې سیالۍ ته به په پوره چمتووالي ورشي. دغه پایله د هند کرېکټ لوبډلې لپاره یوه مهمه بریا ګڼل کېږي، چې په نړیواله سطحه یې موقف پیاوړی کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q510q

