هند په کابل کې تخنیکي ماموریت مو د سفارت کچې ته لوړوو، ژورې اړیکې غواړو

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي، او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه به سملاسي پلې شي.

په اعلاميه کې راغلي، هند ته د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر مهال د اعلان شوې پرېکړې سره سم، په کابل کې د هند تخنیکي ماموریت “په افغانستان کې د هند سفارت” کچې ته لوړوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دا پرېکړه د هند ژمنتيا څرګندوي چې غواړي له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزې ژورې اړیکې ولري.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، په کابل کې به د هند سفارت د هېواد د پرمختیا، بشري مرستو او نورو اړینو برخو کې د دغه هېواد رول پیاوړی کړي.

په کابل کې د هند د سفارت د بیا پرانیستلو خبر په داسې حال کې راځي چې لا هم هند د افغان حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جېشنکر تېره اوونۍ د طال اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د لیدنې پرمهال په کابل کې د هند سفارت د بیا پرانستلو اعلان کړی و.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تړلی و، خو په ۲۰۲۲ کال کې یې بیا د سوداګرۍ، بشري او طبي مرستو همغږۍ په پار ځینې دیپلوماتان کابل ته واستول.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1115s
دکمه بازگشت به بالا