هند کرن یاداو افغانستان ته نوی شارژدافیر ټاکل شوی

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې «کرن یاداو» د افغانستان لپاره د هند د نوي شارژدافير په توګه ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا بدلون وروسته له هغې شوی چې هند څو ورځې وړاندې په کابل کې د خپل «تخنیکي مأموریت» چارې تر سفارت کچې لوړې کړې.
ويل‌کېږي، د هند دا ګام ښيي چې نوی ډیپلوماتیک فصل د کابل او نوي ډېلي ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا تمرکز لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1141s
دکمه بازگشت به بالا