هوایي ځواک په فراه کې له واورې بند پاتې ۷۰ کسان ژغورل شوي دي

د افغانستان هوایي ځواک یوې الوتکې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې هغه شاوخوا ۷۰ کسان ژغورلي چې په فرنګي کوتل کې د واورې له امله بند پاتې شوي وو.

ځايي مسوولین وايي، چې د افغان هوايي ځواک دا الوتکه نن سهار له هرات څخه د فراه فرنګي کوتل ته ور رسېدلې او په واوره کې بندپاتې کسان یې ژغورلي دي.

بلخوا د هوایي ځواک سرچینو رسنیو ته ویلي چې د اړتیا په صورت کې به یوه بله الوتکه هم یادې سیمې ته ورسېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3303E
دکمه بازگشت به بالا