هېلډا باچي په لاکوس کې د نړۍ تر ټولو لوی جولوف وریجې د ریکارډ لپاره پخوي

نایجېریايي پخوونکې ‘اشپزې’ او د ګینیس د نړیوال ریکارډ لرونکې هېلډا باچي هڅه وکړه چې د “جولوف وریجو” تر ټولو لوی دیګ پوخ کړي. جولوف د لوېدیځې افریقا د وریجو یو ډول مشهور خواړه دي.
زرګونه کسان په لاګوس کې راټول شوي وو چې د خوړو د دې اوڅارې پخوونکې د نړۍ د ریکارډونو په هڅه کې د هغې دا هڅه وویني. هغې په ۲۰۲۳ کال کې د تر ټولو اوږده د پخلي ماراتون سرلیک درلود چې ۹۳ ساعته او ۱۱ دقیقې یې دوام وکړ- نژدې څلور ورځې.
د هغې په ستر جولوف وریجو کې ۴۰۰۰ کیلوګرامه (۸۸۰۰ پاوه) وریجې، ۵۰۰ کارتنه د رومي بانجانو روب او ۶۰۰ کیلوګرامه پیاز شامل وو، چې ټول په ځانګړي ډول جوړ شوي وو او په کابو ۲۳ زره لیټره دیګ کې واچول شول.
د دغو خواړو پخولو څو ساعته وخت ونیو او اوس باید د ګینیس د نړۍ ریکارډ له لوري د انځورونو او ویډیو شواهدو پر بنسټ تایید شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5499a