واشنګټن ټرمپ او ممداني له لفظي نښتو وروسته په سپینه ماڼۍ کې مخامخ وکتل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د نیویارک له ټاکل شوي ښاروال زهران ممداني سره وکتل. دا د دواړو ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه وه چې وړانندې یې یو پر بل سخت لفظي بریدونه کړي وو.
ښاغلي ټرمپ، په داسې حال کې چې ښاغلی ممداني یې څنګه ته ولاړ و، سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “موږ اوس هم یوه عالي غونډه درلوده” او زیاته یې کړه: “موږ له دې ښار (نیویارک) سره مینه لرو.”
ښاغلي ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ممداني په مدیریت کې به نیویارک کې ارامي احساس کړي، وویل: “هو، په ځانګړې توګه له دې لیدنې وروسته.”
هغه زیاته کړه که څه هم په ځینو موضوعاتو کې له ښاغلي ممداني سره اختلافات لري، خو په ډېرو مسایلو کې له هغه سره ورته نظر لري.
ښاغلي ممداني تېره میاشت په نیویارک کې د “د ټرمپ ضد” ژمنې سره د امریکا د لوی ښار نیویارک د ښاروالۍ ټاکنو کې پرېکنده بریا ترلاسه کړه.
د امریکا ولسمشر، چې پخپله هم د نیویارک دی، ښاغلي ممداني “کمونست لېوني” بللی و، خو له هغه وروسته یې له جوړجاړي ډک چلن اختیار کړ او د جمعې په ورځ (نومبر ۲۱) یې ښاغلي ممداني ته د بریا مبارکي وویله او ویې ویل:
“ممداني به د نیویارک لپاره لوی ښاروال وي.”

