واشنګټن: ټرمپ او کارني د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو بحث وکړ

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په سپینه ماڼۍ کې له یو بل سره لیدلي دي.

دا د دواړو مشرانو ترمنځ په تېرو پنځو میاشتو کې دویمه ناسته ده، چې پکې د سوداګریزو تعرفو او اقتصادي اړیکو پر څرنګوالي بحث شوی دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دواړه هېوادونه به د تعرفو د راکمولو او د متقابلو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي، خو په وینا یې، لاهم د نوي تړون د لاسلیک امکانات محدود دي.

له بلې خوا، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني څرګنده کړې، هڅه کوي له امریکا سره خپلې اقتصادي اړیکې بېرته عادي او پیاوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر باثباته او دوامدار شي.

دا په داسې مهال ده، چې د امریکا او کاناډا اړیکې د نړۍ له پخوانیو او نږدې اقتصادي همکاریو څخه ګڼل کېږي، خو په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعرفو او وارداتي مالیو پر سر څو ځله ترینګلتیا رامنځته شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6374a
دکمه بازگشت به بالا