واشنګټن پېښې وروسته افغان کډوال د ویزو بندیز ته اندېښمن دي

په امریکا کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د واشنګټن د وروستۍ پېښې وروسته د خپلې راتلونکې په اړه ژورې اندېښنې څرګندوي. هغوی وایي، د یوه کس د شخصي عمل له امله د ټولو افغانانو د کډوالۍ او اسنادو په اړه محدودیتونه لګول عادلانه نه دي او د هغوی د ژوند پر روان وضعیت بد اغېز کوي.

دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د امریکا حکومت اعلان وکړ، د افغانستان پاسپورټ لرونکو لپاره به د ویزو صادرول ودرول شي، د افغان کډوالو غوښتنې به له سره ارزول کېږي او هغه افغانان چې لا هم د اقامت اسنادو ته په تمه دي، ښايي د اوږدمهاله ځنډ سره مخ شي.

یوشمېر افغان کډوال چې په دې هېواد کې ژوند کوي، وایي اوس ویره لري چې د دوی د ګرین کارټ پروسه به وځنډېږي یا هم صادر نشي. د هغوی په وینا، ډېری افغانان د سختو شرایطو له امله امریکا ته رسېدلي او د امنیتي سرچینو د پیاوړتیا په برخه کې یې د امریکا له ځواکونو سره کار کړی، نو ځکه د دوی د اسنادو ټولیز ځنډول غیرعادلانه ګڼل کېږي.

د کډوالو په وینا، دغه پرېکړه نه یوازې د هغو افغانانو لپاره ستونزه رامنځته کوي چې په امریکا کې ژوند کوي، بلکې د زرګونو هغو کسانو لپاره هم جدي اندېښنې راپورته کوي چې اوس مهال په دریمو هېوادونو کې د ویزو او اقامتي اسنادو په تمه دي. هغوی وایي، د ناڅرګند برخلیک او اوږده انتظار فشارونه یې ورځ په ورځ زیاتېږي.

په عین حال کې د کډوالو یو شمېر افغانانو ویلي، د یو فرد عمل باید ټول قوم ته منسوب نه شي، او د امنیتي اندېښنو په نوم د ټولو افغانانو د کډوالۍ بهیر ځنډول د هغوی په وړاندې ناعادلانه چلند دی. دوی ټینګار کوي چې د هر کس شخصي عمل باید د قانون په رڼا کې وڅېړل شي، نه دا چې د زرګونو کسانو قانوني پروسې له ستونزو سره مخ شي.

د امریکا حکومت تر اوسه د دې محدودیتونو د پای نېټه نه ده څرګنده کړې، خو د پرېکړې اعلان د هغو افغانانو لپاره چې د ویزو، کډوالۍ اسنادو او اوږدمهاله اقامت په تمه دي، نوې اندېښنې رامنځته کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/F856H
دکمه بازگشت به بالا