وانګ يي هېڅ هېواد حق نه لري ځان د نړۍ «پولیس» وبولي

د چین د بهرنیو چارو وزیر د وانګ يي وایي، بیجینګ باور نه لري چې کوم هېواد دې ځان د نړۍ «پولیس» وګڼي او یا دې د «نړیوال قاضي» رول ولوبوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان نن سهار په یوې خبرپاڼه کې ویلي، «وانګ يي» دغه څرګندونې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اووم ستراتیژیک ډیالوګ پر مهال کړې دي.
نوموړي په غیرمستقیم ډول په وينزويلا کې د امريکا وروستیو پوځي اقداماتو ته اشاره ټينګار کړی، چې بیجینګ تل په نړیوالو اړیکو کې د زور کارولو او یا د زور له ګواښ سره مخالفت کړی او پر نورو هېوادونو د یوه لوري د ارادې تحمیل د منلو وړ نه بولي.
وانګ يي زیاته کړې، چې د ټولو هېوادونو حاکمیت او امنیت باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړه توګه خوندي پاتې شي.
چین، چې د نیکلاس مادورو د حکومت له نږدې متحدانو څخه ګڼل کېږي، د هغه له نیول کېدو وروسته د ډیپلوماټیکو لارو د واشنګتن د کړنو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی.

