وزیر حقاني وايي د ماشومانو روزنه د ټولنې راتلونکي لپاره حیاتي ده

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني وايي، هره ټولنه چې د ماشومانو روزنې ته جدي پام ونهکړي، راتلونکی به یې له ستونزو او کړاوونو سره مخ شي.
ښاغلي حقاني د علومو اکاډمۍ له لوري د ماشومانو د روزنې په تړاو جوړ شوي سیمینار کې وویل، علمي او روزنیز غونډې د ماشومانو سالمې روزنې او راتلونکې لپاره خورا مهم دي او باید په دوامداره توګه ترسره شي.
وزیر زیاته کړه، په اوسني وخت کې د ماشومانو روزنې ته جدي پام اړین دی او په علمي مرکزونو کې باید د هغوی پر تربیت پراخ کار وشي. نوموړي یادونه وکړه، چې د اسلام مقدس دین په ځانګړې توګه د ماشومانو روزنې او تربیې ته پام کړی او د ماشوم په پالنه کې تر ټولو لوی مسوولیت د والدینو پر غاړه دی.د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني وايي، هره ټولنه چې د ماشومانو روزنې ته جدي پام ونهکړي، راتلونکی به یې له ستونزو او کړاوونو سره مخ شي.
ښاغلي حقاني د علومو اکاډمۍ له لوري د ماشومانو د روزنې په تړاو جوړ شوي سیمینار کې وویل، علمي او روزنیز غونډې د ماشومانو سالمې روزنې او راتلونکې لپاره خورا مهم دي او باید په دوامداره توګه ترسره شي.
وزیر زیاته کړه، په اوسني وخت کې د ماشومانو روزنې ته جدي پام اړین دی او په علمي مرکزونو کې باید د هغوی پر تربیت پراخ کار وشي. نوموړي یادونه وکړه، چې د اسلام مقدس دین په ځانګړې توګه د ماشومانو روزنې او تربیې ته پام کړی او د ماشوم په پالنه کې تر ټولو لوی مسوولیت د والدینو پر غاړه دی.
ښاغلي حقاني همداراز وویل، په هېواد کې د بېسرپرسته ماشومانو شمېر زیات شوی، نو حکومت او عام وګړي باید د دغو ماشومانو د روزنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. هغه زیاته کړه، د یتیمانو د ملاتړ په موخه په ټولو ولایتونو کې دارالایتامونه جوړ شوي، چې زرګونه یتیم ماشومان تر روزنې لاندې دي.
ښاغلي حقاني په پای کې ټینګار وکړ، چې د ماشومانو روزنه یوازې د فردي ستونزو د حل لپاره نه، بلکې د ټولنې د سوکالۍ او راتلونکي د خوندي کولو لپاره حیاتي ارزښت لري.