وسله‌وال برید: په نیوهمپشایر ایالت کې د سپورتي کلب خونړۍ پېښه مرګ‌ژوبله رامنځته کړه

په امریکا کې د نیوهمپشایر ایالت په یوه ورزشي کلب کې وسله‌وال برید شوی چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه نن سهار (یک‌شنبه، وږي ۳۰مه) د نشوا ښار په «اسکای میدو کانټري کلب» کې رامنځته شوې ده.

پوليسو د پېښې له امله بېړنی حالت اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې د پېښې سیمې ته ورنه شي. د زيانونو په تړاو کره شمېر لا نه‌دی څرګند؛ خو د ځینو کسانو وژل کېدل او ټپي کېدل تائيد شوي دي.
د نشوا د پولیسو په وینا، برید کوونکی نیول شوی دی.

په دې وروستیو کې د امريکا په بېلابېلو ایالتونو کې ورته خونړۍ پېښې ډېرې شوې چې د امریکا پر ولسمشر یې پراخ انتقادونه پارولي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5805a
دکمه بازگشت به بالا