وسيم اکرم: د پاکستان او هند کریکټ سیالي باید یوازې لوبه وي

د پاکستان او هندوستان ترمنځ د یکشنبې کریکټ سیالۍ د دواړه هېوادونو ترمنځ د څلور میاشتې مخکې پوځي جګړې راوروسته لومړنۍ سیالۍ ده. هند او پاکستان د اټومي ځواک درلودونکي سخت رقیب ګاونډي هېوادونه دي. د دوی ترمنځ شدید سیاسي رقابتونه سبب شوي چې ترمنځ ېې د کریکټ سیالۍ هم د نورو ټيمونو په پرتله خورا هیجاني او له جزباتو ډکې وي.
کېدای شي د کریکټ آسیا جام په سیالیو کې د پاکستان او هند لوبې د دغه جام تر ټولو له فشاره ډکې سیالۍ وي چې له درو څخه به ېې لومړنۍ سبا ترسره کيږي.
خو د پاکستان پخواني د کيڼ لاس غښتلي توپ اچونکي، وسیم اکرم، وايي کریکټ یو ورزش دی، لوبه ده باید له نورو اختلافاتو سره ونه تړل شي. هغه د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي چې د هند او پاکستان کریکټران باید شخړې هېرې او په کریکټ کې له رقابت خوند واخلي: «خوند ترې واخلئ، دا د کریکټ لوبه ده.»
اکرم زیاته کړه: «له کریکټ پرته نور هر څه هېر کړئ. یو ټیم به ېې ګټي او بل به ېې بایلي.»
په ځانګړې توګه د روان کال جکړه سبب شوه چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې د تیرو لسیزو په ترڅ کې تر ټولو خپلې ټیټې کچې ته رسیدلي دي. هند د دغې جګړې له کبله د آي پي ال یا د هندوستان د کریکټ غوره لیک سیالۍ د ېوې اوونۍ له پاره وځنډولې.