ولادیمیر پوتین د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه «نه هېرېدونکې» وبلله

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د یکشنبې په ورځ په یوه پیغام کې د افغانستان له خاورې د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت خبرې وکړې او دغه ورځ یې د روسیې په پوځي تاریخ کې «نه هېرېدونکې» وبلله.
پوتین زیاته کړه، شوروي سرتېرو د سختو ازموینو پر مهال زغم، مېړانه، انسانیت او لوړ اخلاقي چلند ښودلی او د وطن له ملي ګټو یې دفاع کړې ده.
له نن څخه ۳۷ کاله مخکې، د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه، چې نږدې لس کاله یې په افغانستان کې جګړه کړې وه، د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر له لارې له افغانستانه ووتل.
په همدې تړاو، په افغانستان، روسیه او بیلاروس کې په بېلابېلو ښارونو کې غونډې جوړې شوې، چې د شوروي ځواکونو د وتلو او افغانانو د مقاومت یادونه پکې وشوه.
دغه مراسم د تاریخ هغو پېښو یادونه کوي چې د افغانستان پر امنیت، خلکو او سیمهییزو اړیکو ژور اغېز لرلی او نړیوالو ته د جګړې د پایلو اهمیت راښيي.

