ولادیمیر پوتین د پخوانیو سرتېرو لپاره د اضافي رخصتۍ قانون لاسلیک کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې اوکراین، سوریې او افغانستان ته لېږل شویو پخوانیو سرتېرو ته په کال کې تر ۳۵ ورځو پورې بې‌تنخوا رخصتي ورکول کېږي.
دا قانون هغه کسانو لپاره دی چې تر شپږو میاشتو زیات په ماموریت کې پاتې شوي وي خو په مستقیمو جګړو کې یې برخه نه وي اخیستې.
د روسیې کامرسانت ورځپاڼې، راپور ورکړی چې هغه پخواني سرتېري چې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر څخه د ۱۹۸۹ کال تر ډسمبر پورې افغانستان ته استول شوي وو، کولای شي له دې رخصتۍ ګټه واخلي.
د قانون له مخې، هغه پخواني سرتېري هم چې د ۲۰۱۵ کال له سپټمبر راهیسې سوریې ته، د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې دونېسک او لوهانسک ته، او د همدې کال له سپټمبر راهیسې زاپوریژیا او خرسون ته لېږل شوي، کولای شي له دې امتیازه ګټه واخلي.
هغه کسان چې په مستقیم ډول یې په جګړه‌ییزو عملیاتو کې برخه اخیستې، له دې وړاندې هم په کال کې د ۳۵ ورځو بې‌تنخوا رخصتۍ حق درلود.
یاروسلاو نیلوف، د کار، ټولنیزې پالیسۍ او د پخوانیو سرتېرو د چارو د کمېټې مشر، ویلي چې د دې امتیاز پراختیا تر ډېره هغو ساختماني کارګرانو، د بیړنیو خدمتونو کارکوونکو او د ښاري خدمتونو مامورینو ته شامله ده چې په ماموریتي سیمو کې یې کار کړی خو په مستقیمو نښتو کې حاضر نه وو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s236h
دکمه بازگشت به بالا