ټرمپ، سپرین او د روغتیا د رازونو ورځنۍ کیسه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې روغتیا وضعیت په اړه څرګندونې کړي او وايي چې روغتیا یې ښه ده، خو د هغه لوړ عمر او د درملو کارونه نړیوال پام ځان ته اړولی دی. نوموړی اوس ۷۹ کلن دی او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوړ عمر لرونکی ولسمشر دی چې لا هم په واک کې دی، له همدې امله د هغه روغتیا د پام وړ ده.
ټرمپ د وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې ویلي، چې هره ورځ د ډاکټرانو د سپارښتنې نه په زیاته کچه سپرین خوري، چې د پوستکي پر سطح یې شنې نښې پرېږدي. نوموړي زیاته کړه: “ډاکټران وايي چې سپرین د وینې د نرۍ کولو لپاره ګټور دی، زه نه غواړم چې زما له زړه څخه ټينګه وینه تويه شي.” ویل کېږي چې نوموړی هره ورځ ۳۲۵ میلی ګرامه سپرین خوري، حال دا چې ډاکټران یوازې ۸۱ میلی ګرامه سپارښتنه کوي.
همداراز، نوموړی د منظم ورزش کولو لپاره زړه نه لري، ځکه دا کار ورته ستړی کوونکی ښکاري. هغه د اورېدلو ستونزې او د سپینې ماڼۍ په غونډو کې د ویده کېدو ادعاوې رد کړي دي. ټرمپ همداراز ویلي چې تېر کال په اکټوبر کې یې د بدن بشپړ MRI کړی و، خو مخکې یې خبریالانو ته په ناسم ډول ویلي و چې د “MRI-CT سکن” معاینه یې کړې ده.
ډاکټر فریدالله عمري، د انتاني ناروغیو متخصص، د سریع خبري اژانس سره په تفصیلي خبرو کې وویل:
“سپرین یو طبي درمل دی چې یوازې په ځانګړو شرایطو کې کارول کېږي. دا درمل د وینې نرۍ کولو، د التهاب کمولو، د سر، غاښونو او مفصلونو د درد لپاره توصیه کېږي. په عامو خلکو کې بې پروا استعمال یې جدي ستونزې رامنځته کولای شي.”
ډاکټر عمري زیاته کړه: “کله چې سپرین بې له ډاکټر مشورې استعمال شي، په ځانګړي ډول د لوړ دوز کارول، نو کولای شي جدي ستونزې رامنځته کړي؛ لکه د معدې او کولمو ستونزې، د معدې زخمي کېدل، د وینې شدیدې خونریزي، د پښتورګو ستونزې او د وینې فشار لوړوالی.”
هغه ټینګار وکړ: “هیڅ ډول درمل باید بې له ډاکټر مشورې وانه کارول شي. حتی که سپرین د ډاکټر له خوا توصیه شوي وي، هدف یې باید روښانه وي چې ولې او د کوم دلیل لپاره استعمالېږي. بې پروا استعمال یې جدي خطرونه لري.”
ډاکټر عمري همداراز وویل: “سپرین د درد کمولو لپاره ګټور دی، خو د لوړ عمر او ځانګړو صحي شرایطو لرونکو کسانو لپاره، د هغې بې پروا استعمال جدي روغتیایي ستونزې رامنځته کولای شي. د ټرمپ په شان کسان چې ۷۹ کلن دي، د لوړ دوز سپرین استعمال باید دقیقاً د ډاکټر تر نظر لاندې وي.”
په ټوله کې، د ډاکټر فریدالله عمري څرګندونې ښيي چې سپرین یو ګټور درمل دی، خو بې پروا استعمال یې د لوړ عمر او ځانګړو صحي شرایطو لرونکو کسانو لپاره جدي روغتیایي ستونزې رامنځته کولای شي. د ټرمپ ورځنی لوړ دوز د ډاکټرانو د سپارښتنو خلاف دی او د عمر په اړه یې حساسیت لا زیات کړی دی.

