ټرمپ اداره: د «امریکا غږ» ۵۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کوي

د ډونلډ ټرمپ اداره پلان لري چې په فدرالي پيسو د چلېدونکي خبري رسنۍ (امریکا غږ) له ۵۰۰ ډېر کارکوونکي او خبريالان له دندو ګوښه کړي. د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا ګام د هغې تګلارې يوه وروستۍ هڅه بلل کېږي چې موخه يې د يادې رسنۍ محدودول بلل کېږي. سپنې ماڼۍ پر دې رسنۍ د “افراطيت” تور لګولی دی.

د امریکا غږ لنډمهالي اجرئيوي رئيسې کري لېک ويلي چې “دا پرېکړه به د فدرالي بېوروکراسي کمه کړي، د ادارې خدمتونه به ښه شي او د امریکايي وګړو لپاره به ډېرې پيسې سپما کړي.”

د امریکا غږ د کارکوونکو ټولنې نيويارک ټایمز ته په ورکړې اعلاميه کې دا ګام “غير قانوني” بللی دی.

د امریکا غږ د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال د نازيانو د تبلیغاتو سره د مبارزې لپاره رامنځته شوه او له هغه راهيسې د نړۍ په کچه په يوه مهم خپرندوی بنسټ واوښته.
امریکا غږ د نړيوالو رسنيو ادارې (يو اېس اې جي اېم) تر چتر لاندې فعاليت کوي چې د رسمي معلوماتو له مخې ټولټال ۵۳۲ دندې به يې ختمې شي. په دوی کې ډېر شمېر د امریکا غږ کارکوونکي دي چې د يوې محکمې د اسنادو له مخې له دې پرېکړې وروسته به یوازې ۱۰۸ رسمي کارکوونکي پاتې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5100a
دکمه بازگشت به بالا