ټرمپ اسراییل او سعودي ته د میلیاردونو ډالرو د وسلو پلور منظور کړ

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسراییل ته د ۶ اعشاریه ۶۷ میلیارد ډالرو او سعودي عربستان ته د ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور منظور کړی دی.
ياد خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، دا پرېکړه په داسې مهال شوې چې د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي بریدونو په تړاو په سیمه کې تاوتریخوالی او کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.
په دې راپور کې ويل شوي، د وسلو د پلور دا اقدام د غزې د اوربند او د جګړې تر پای وروسته د بیا رغونې له پلانونو سره تړاو لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w309w

