ټرمپ امریکایي ځواکونو په وېنزویلا کې د نشه‌يي توکو بندر ویشتلی

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې امریکایي ځواکونو د وېنزویلا په خاوره کې هغه بندر په نښه کړی، چې د نشه‌یي توکو د لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

نوموړي ویلي، په دغه برید کې «سترې چاودنې» شوې دي، خو د عملیاتو د څرنګوالي، زيانونو او نورو جزییاتو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د وېنزویلا حکومت د دې ادعا په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې وړاندې، په راپورونو کې ویل شوي وو چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي‌ای‌اې» د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د وېنزویلا پر یوه بندر د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی و، خو هغه مهال هم رسمي نه و تایید شوی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3034E
دکمه بازگشت به بالا