ټرمپ «بي‌بي‌سي» د وینا تحریف کړی، ۱۰ میلیارده ډالر تاوان یې غوښتی.

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بي‌بي‌سي پر ضد د «دروغو خپرولو» په تور حقوقي دعوه ثبت کړې او تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې يې د تاوان غوښتنه کړې ده.
ټرمپ ادعا کړې، «بي‌بي‌سي» د جنورۍ د شپږمې نېټې د هغه د وینا د ایډیټ له لارې داسې انګېرنه رامنځته کړې، چې ګواکې ده خپلو پلویانو ته د امریکا پر کانګرس د برید امر کړی دی. د نوموړي په وینا: “یادې رسنۍ د وینا ځینې برخې قصداً سره نښلولي، چې پکې د کانګرس پر لور د تګ او «تر پایه وجنګېږئ» جملې شاملې دي.”
ټرمپ زیاتوي، په راپور کې هغه برخه نه ده شامله شوې، چې پکې یې له پلویانو د سوله‌ییز لاریون غوښتنه شوې، او دا چاره یې د حقیقت تحریف بللې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W1044E
دکمه بازگشت به بالا