ټرمپ ته نږدې متحد چارلي کرک: د یوتا په برید کې ووژل شو ـ امریکا په ماتم کې ډوبه شوه

تېره ورځ چهارشنبه د امریکا یوتا ایالت د « یوتا ویلي» پوهنتون کې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری او متحد چارلي کرک په داسې حال کې په سنایپر په نښه شوی، چې یوې غونډې ته یې وینا کوله.
چارلي د امریکا محافظهکار سیاسي فعال او د “Turning Point USA” بنسټاېښودونکی او مشر و.
رویټرز خبري اژانس د نوموړي وژنې تائید تر څنګ ویلي، چې ۳۱ کلن چارلي کرک د ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ټاکنو بریا کې مهم رول درلود.
بلخوا ډونالډ ټرمپ د خپل متحد په مړینه خواشیني ښودلې او ماتم اعلان تر څنګ یې ویلي، چې د امریکا بیرغ دې نیمه ځوړند وي.
وژل شوی چارلي په ټولنیزو رسنیو کې ډېر نوموتی شخص و او تازه له بهرني سفره راستون شوی و.
امریکايي سي اېن اېن تلوېزیون په دې اړه ویلي، چې د یوتا امنیتي ادارو د کرک وژنې په تړاو پلټنې پیل کړې دي؛ خو لا تر اوسه بریالي شوي نه دي.
سي اېن اېن زیاتوي، دوه کسان چې د شکمنو په توګه نیول شوي وو، وروسته خوشي شوي دي او پلټنې لا روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا کې وروستیو کې هدفي وژنې او وسله وال بریدونه ډېر شوي دي؛ هغه چې د امریکا امنیت یې ننګولی دی.

