ټرمپ د امریکا کرکټ لوبډلې ته د بریالیتوب او ښه بخت هیله څرګنده کړې

د ۲۰۲۶ کال د کرکټ نړیوالو شل اوریزو سیالیو له پیل سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دوی پیاوړې لوبډله لري او هیله یې ښودلې چې د دوی کرکټ لوبډله په نړیوال جام کې ښه وځلیږي.
د ۲۰۲۶ کال د کرکټ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ د تېرې شنبې په ورځ د ۲۰ لوبډلو په ګډون سره پيل شوې.
هند، پاکستان، نیوزیلنډ، انګلستان، سریلانکا او ویسټ انډیز هغه لوبډلې دي چې تراوسه یې دغه جام په بریا سره پیل کړی دی.
د امریکا ولسمشر تېره ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې کې ویلي،«ما اورېدلي چې زمونږ لوبډله هند کې ترسره کېدونکي نړیوال جام کې ګډون کړی، دوی ته ښه بخت غواړم، مونږ اوس پیاوړې لوبډله لرو او امریکا د پرمختګ په حال کې ده.»
باید وویل شي چې افغانستان هم دغه نړیوال جام کې ګډون کړی او تېره ورځ یې خپله لومړنۍ لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې وبایلله. افغانستان په D ګروپ کې له کاناډا، نیوزیلنډ، سویلي‌افریقا او متحده عربي اماراتو سره لوبې لري.
د ځینو کرکټ پوهانو په اند افغان لوبډله دا ځل سخت ګروپ کې ده، او بل پړاو ته د رسېدو لپاره هرومرو باید خپله لومړۍ یا دویمه لوبه وګټي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q160q
دکمه بازگشت به بالا