ټرمپ د انساني قاچاق د قربانيانو د ملاتړ قانون لاسلیک کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انساني قاچاق د قربانیانو د ملاتړ په موخه یو نوی قانون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې قربانیانو ته د خپلو پخوانیو جزایي دوسیو د لغوه کولو قانوني اسانتیا برابره شي.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دغه قانون چې د «Trafficking Survivors Relief Act» په نوم یادېږي، هغو کسانو ته ځانګړې اسانتیاوې برابروي چې د انساني قاچاق قربانیان شوي او د زور، ګواښ یا جبر له امله یې ځینې ناقانونه کړنې ترسره کړې دي.
د قانون له مخې، یاد قربانیان کولای شي اړوندو محکمو ته غوښتنلیک وسپاري او له قاضي څخه وغواړي چې پر دوی لګېدلي ځینې جزایي محکومیتونه لغوه او د پولیسو د نیول کېدو ریکارډونه ترې پاک شي.
د سپينې ماڼۍ په وينا، د دغه قانون اساسي موخه دا ده چې قربانیان د تېر مجبوریت له امله د قانوني سزاوو ښکار نه شي او وکولای شي د کار موندنې، زدهکړو او ټولنیز ژوند پر وړاندې له خنډونو پرته عادي ژوند ته بېرته راوګرځي.

