ټرمپ: د حماس او اسرائیل هوکړه د منځني ختیځ سولې لپاره مهم ګام دی

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس جهادي غورځنګ او اسرائیلي رژیم ترمنځ هوکړې وروسته ویلي، چې دا د منځني ختیځ د سولې یوه پراخه هوکړه او حیرانونکی پرمختګ دی.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، زه باور لرم چې ایران به د دې پراخې سولې د بهیر برخه شي.
د یادونې وړ ده، چې حماس غورځنګ او اسرائیلي رژیم د غزې جګړې پای ته رسېدو په اړه د ټرمپ طرحې باندې هوکړې ته رسېدلي، هغه چې له مخې به یې جګړه پای رسېږي، اسرائیلي پوځیان به وځي او بندیان به تبادله کیږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6431a