ټرمپ د شټډاون د پای سند مې لاسلیک کړ، فدرالي ادارې بېرته فعالېږي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د فدرالي حکومت د بیا پرانیستلو طرحه لاسلیک کړې ده، چې له دې سره د حکومت د څو اوونیز بندېدو بحران پای ته رسېدلی دی.
دغه طرحه د امریکا د سنا او د استازو جرګې لهخوا تر تصویبېدو وروسته د ولسمشر ټرمپ له لوري توشیح شوې، څو فدرالي ادارې یو ځل بیا خپلو عادي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
ټرمپ د لاسلیک پر مهال ویلي، چې د حکومت د بندېدو له امله رامنځته شوي زیانونه، مالي تاوانونه او ټولنیزې اغېزې به په بشپړه توګه و ارزول شي. نوموړي ټینګار کړی، چې د ادارو د بندېدو تکرار نهيوازې د حکومت د اعتبار لپاره زیانمن دی، بلکې د خلکو پر ژوند او اقتصاد هم مستقیم اغېز کوي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې له دې وروسته به فدرالي حکومت هېڅکله له بندېدو سره نهمخ کېږي، او ادارې به په دوامداره توګه د هېواد د ملي ګټو او خلکو د خدمت لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.
سیاسي شنونکي دا اقدام د امریکا د حکومت د ثبات لپاره یو مهم ګام بولي، خو زیاتوي چې د راتلونکو بودیجوي شخړو د مخنیوي لپاره لا هم د سیاسي همغږۍ او خبرو اترو ته اړتیا شته.

