ټرمپ د وارداتو نړیوال تعرفې له ۱۰٪ څخه ۱۵٪ ته لوړوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ شنبه اعلان وکړ چې د ټولو هېوادونو وارداتو په اړه نړیوال تعرفې به د لسو سلنو پر ځای ۱۵ سلنې ته لوړې شي. دغه پرېکړه د امریکا سترې محکمې وروستۍ تاریخي حکم ته په ځواب کې وشوه، چې د نړیوال بېړني اقتصادي واکونو قانون (IEEPA) لاندې د پراخو تعرفو لګولو د ولسمشر واک محدود کړ.
ټرمپ په سوشل میډیا کې دغه حکم “مسخره او په نه منلو وړ ډول غیر امریکایي” وباله او ویې ویل: «د یوې بشپړې بیاکتنې وروسته، زه، د ولسمشر په توګه، نړیوال تعرفې په ۱۵٪ قانوني کچه لوړې کوم.» هغه ټینګار وکړ چې تعرفې د «امریکایي عظمت ته د راستنېدو» د بریالي پروسې یوه مهمه برخه ده او د هغه اداره به په راتلونکو میاشتو کې نوي او قانوني تعرفې ولګوي.
د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ د شپږو پر درېو رایو په تصمیم کې د ولسمشر اجرایوي واکونه محدود کړل او څرګنده یې کړه چې بېړني قانون د دایمي تعرفو لپاره کارول کېدای نه شي. د رایې ورکولو سمدلاسه وروسته، ټرمپ د ۱۹۷۴ کال د سوداګرۍ قانون د ۱۲۲ مادې لاندې ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړه، چې د موجوده تعرفو سربېره به نافذه وي او د ۱۵۰ ورځو لپاره به تطبیق شي.
اوس نړیوال تعرفې ۱۵ سلنې ته لوړ شوي، چې ښايي د نوي قانوني ننګونو او نړیوالو سوداګریزو کړکیچونو لامل شي. ټرمپ وویل چې ځینې قاضیان یې “شرمنده” کړي او هغه بدیل انتخابونه هم تعقیبوي.
دغه اقدام د مالي بازارونو له خوا بېلابېل غبرګونونه راوپارول؛ په پیل کې د ونډو شاخصونه راټیټ شول، خو د سوداګرۍ خبرو اترو په اړه د هیلو په رڼا کې یو څه بېرته لوړ شول. څارونکي وايي چې دا پرېکړه کولی شي د چین او اروپا سره د سوداګرۍ د پراخې جګړې لار پرانیزي او نړیوال اقتصاد په چټکۍ سره له بېثباتۍ سره مخ کړي.

