ټرمپ د ځان د پاچا په بڼه ویډیو خپره کړه په امریکا کې میلیوني اعتراضونه راوپارېدل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مصنوعي ځيرکتيا (AI) پر مټ جوړې شوې يوې ويډيو په خپرولو سره د امريکا په ښارونو کې د ميليونونه اعتراض کوونکو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې د خبرونو سرټکی شو.
زرګونه احتجاج کوونکي د نيويارک په مشهور ټايمز میدان کې راټول شوي وو او د “پاچاهۍ نه، ډيموکراسۍ” او “اساسي قانون اختياري نه دی.” شعارونه یې ورکول.
په هغه ويډيو کې چې ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ “ټروت سوشل” خپره کړې، دی د يوه جنګي الوتکې د پيلوټ په بڼه ښکاري. پر الوتکه ليکل شوي “ټرمپ پاچاه” او له پاسه پر امريکايي اعتراض کوونکو چټلي غورځوي.
د دې لاریون د تنظيموونکو په وينا، احتجاجونو کې “شاوخوا اووه ميليونه کسانو” د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې ګډون کړی و.
خو ښاغلي ټرمپ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې دغه مظاهرې “له امريکا د کرکې مظاهرې” بللې او ويلي يې دي چې “په هېڅ ډول ځان پاچا نه ګڼي”.
دا مظاهرې د امريکا په لویو ښارونو نيويارک، واشنګټن ډي سي، شيکاګو، ميامي او لاس اينجلس کې ترسره شوې دي.

