ټرمپ د ګرینلنډ د نیولو لپاره پوځي اقدام هم له احتمالي لارو څخه دی

سپینه ماڼې وايي، “ولسمشر ټرمپ د ګرینلنډ د ترلاسه کولو لپاره د پوځي اقدام په ګډون په نورو لارو چارو غور کوي”.

د سپینې ماڼې ویاندې کارولین لیویت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي،”د ګرینلنډ ترلاسه کول د امریکا د ملي امنیت او ولسمشر ټرمپ لپاره مهم اولویت دی”.

د هغې په ټکو، د ګرینلنډ په کنټرول سره د روسیې او چین د نفوذ مخه نیول کیدای شي.

هغې وړاندې وویل، ولسمشر او کاري ټیم يې په داسې لارو چارو غور کوي چې امریکا دغې مهمې موخې ته ورسوي.

د هغې په ټکو،”البته چې پوځي اقدام یو له هغوو لارو ده چې امریکا يې په لاس کې لري”.

له وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې ویلي،” ټرمپ غواړي له ډنمارک څخه ګرینلنډ وپیري او د دې سیمې د نیولو تهدید د برید په مانا نه دی”.

ډنمارک خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا په زور د ګرینلنډ نیول د ناټو سازمان او د ډنمارک او امریکا ترمنځ د ۸۰کلونو اړیکو د پای په مانا دی.

د ناټو سازمان د ټرون د پنځې مادې له مخې، د دې سازمان غړي هېوادونه اړ دي چې په ګډه له یو بل دفاع وکړي.

د ګرینلنډ صدراعظم تاکید کړی چې دا ټاپو د پیر لپاره نه دی او یوازې اوسیدنکي يې د برخلیک ټاکلو حق لري.

ګرینلنډ چې په نړۍ کې یو له لویو ټاپوګانو څخه شاوخوا ۵۷زره کسان پکې ژوند کوي، دغه خودمختار ټاپو په ډنمارک پورې اړه لري.

دغه ټاپو چې د اطلس سنمدر او شمالي قطب ترمنځ واقع دی، نایابه طبیعي سرچینې په کې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3486e
دکمه بازگشت به بالا