ټرمپ سرجیو ګور د هند لپاره د امریکا د سفیر په توګه معرفي کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، د سپينې ماڼۍ د ولسمشر د کارکوونکو د دفتر مشر سرجیو ګور چې د نوموړي له نږدې ملګرو څخه دی، په هند کې د امریکا د سفیر په توګه ټاکي.
ټرمپ د ګور د نوماندۍ په تړاو ویلي: ” د نړۍ تر ټولو ګڼ مېشتې سیمې لپاره دا مهمه ده، چې داسې څوک پکې ولرم، چې بشپړ باور پرې کیږي او زموږ د اجنډا پرمخ وړلو برخه کې راسره مرسته وکړي.”
ګور به د امریکا د مشرانو جرګې له تایید وروسته د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي دنده هم پر مخ وړي.
د یادونې وړ ده، چې ټرمپ داسې مهال د هند لپاره نوی سفیر ټاکي، چې له څه مودې راهیسې د هند پر سوداګریزو توکو د تعرفو د لګولو له امله د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې سړې او بې خونده شوې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a545s