ټرمپ سوېلي پوله کلابنده، ناقانونه تګلارو ته د پای ټکی

ډونالد ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته د امریکا سوېلې پولې د امنیت د پیاوړتیا لپاره پراخ اقدامات کړي، چې د یادې پولې ساتنه او د غیرقانوني تګلارو مخنیوی په‌کې د حکومت مهم لومړیتوب بلل کېږي. د راپورونو له مخې، ټرمپ اضافي امنیتي ځواکونه سیمې ته لېږلي او د «له نیول کېدو وروسته خوشې‌کېدو» تګلاره یې پای ته رسولې ده؛ هغه تګلاره چې له مخې یې پناه‌غوښتونکي د خپلو دوسیو تر بشپړې ارزونې پورې ازاد ګرځېدل.

د ټرمپ د حکومت دریځ دا دی چې د پولې د امنیت د ټینګښت لپاره بايد ټولې پخوانۍ کمزورې تګلارې اصلاح شي، څو د ناقانونه کډوالۍ او د قاچاق شبکو د فعالیتونو مخه په اغېزمن ډول ونیول شي. د امنیتي ځواکونو زیاتوالی، نوې څارنیزې وسيلې او د قضايي پروسو د چټکتیا میکانیزمونه د دې پلان برخه جوړوي.

د امریکا د نوې تګلارې پلويان باور لري چې دا اقدامات به د کډوالۍ مدیریت منظم کړي او د غیرقانوني تګ راتګ کچه کمه کړي، خو ټینګار کوي چې بشري اصول به هم د قانون تر چتر لاندې په پام کې نیول کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w523e
دکمه بازگشت به بالا